په شمالي وزیرستان کې د خپلواکۍ د جګړې د اتل حاجي میرزا علي خان چې په فقیر ایپي مشهور دې،په نامه میوزیم جوړ شوې او هلته د هغه له خوا کارول شوې وسلې او نور وسایل ساتل شوي دي.

0
118

باغی ټی وی رپورټ

دغه موزيم د ميرانشاه د جنوب لويديځ په ٤٥ کيلومترۍ کې د ګورواک په تاريخي مرکز کې د فقير ايپي د زيارت په انګړ کې جوړ شوى دى.
میډیا سره په خبرو کې ډپټي کمشنر ريحان ګل خټک وويل د فقير ایپي مزار په عصري طرز د ترميم کار بشپړولو وروستو د پاکستان فوځ مزار سره نزدې يو ميوزيم هم جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه، چې د حاجي ميرزا ​​علي خان له خوا کارول شوې وسلې او نور تجهيزات د فقير ايپي په زيارت کې په جوړ شوي موزيم کې ساتل شوي دي.

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر وویل د میوزیم کار بشپړ شوی او ډیر ژر به د عامو خلکو لپاره پرانستل شي.

ریحان ګل وویل، په ګورواک کې هغه غارونه چې د فقیر اپي د پوځیانو له خوا کارول کېدل، هم بېرته نیول شوي او د فقیر اپي د اوسېدو ځای او د وسلو جوړولو کارخانه هم خوندي شوې ده. ده وويل چې په انګور اډه کې د فقير اپي زيارت به د ګرځندوى مرکز وي چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه به خلک د دغه ستر مجاهد زيارت ته ولاړ شي او په موزيم کې به تاريخي اثار وګوري.

Leave a reply