د طوفان بپر جوی د اثراتو له کبله د تهرپارکر ساحلی بیلټ پشمول ټوله ضلعو کښي تیز باد او باران روان دی.

0
107

باغی ټی وی رپورټ

په خوږياڼو او اسلامکوټ کې له تېرو دوو ساعتونو راهيسې د تيزو بادونو سره باران روان دى، چې له امله يې د ملکي روغتون په ټولو دروازو او وتلو لارو اوبه راټولې شوې دي.

په تيرو 24 ساعتو کې تر ټولو زيات 168 ملي ميټره باران ريکارډ کړې شو. د ډپټي کمشنر ترمخه په تعلقه ډيپلو 166، اسلامکوټ 105 او ننگرپارکر کې 68 ملي متره باران ريکارډ شوى دى.

له بلې خوا د هوا پېژندنې ادارې له مخې بپرجوی د طوفان څخه نور هم کمزوری شوی، طوفان له تېرو ۶ ساعتونو راهیسې د شمال ختیځ لوري ته تللی دی.

د هوا پېژندنې اداره وايي، بپر جوی ښايي نوره کمزوری شي او ښايي سبا په ژور خپګان بدل شي.

د موسمياتو محکمي وينا ده چي تر سبا پوري به تهرپارکر، عمرکوټ، بدين ضلعو کښي د تيز باران امکان دے او د 60 نه تر 80 کلوميټره في ساعت په سرعت سره هوا هم چليدے شي۔

کراچۍ، حيدراباد، شهيد بېنظير اباد او سانگهر کې تر نن شپې پورې د باران امکان دی، په ساعت کې د 30 نه تر 40 کلوميټره سرعت سره د باران امکان دی.

Leave a reply