قومي احتساب بيورو (نيب) د توشه خانې کيس کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمېن عمران خان د جون په ۲۱مه يو ځل بيا طلب کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن نيب راولپنډۍ ته د جون په 21مه نيټه د سهار 11 بجې طلب کړې شوې دې۔ نیب دوی ته هدایت کړی چې د کیس اړوند اسناد دې له ځانه سره راوړي.
د نيب نوټس کښې وئيلي شوي چې د پي ټي آئي چيئرمېن د وزيراعظم په توګه 108 تحفې ترلاسه کړي او هغه 58 تحفې ترلاسه کړي کوم چې په توشه خانه کښې جمع نه دي شوې۔
ياده دي وي چي تيره مياشت نيب عمران خان د 190 ميليونه پاونډ سکیم کښي ګرفتار کړے وو چي وروسته سپريم کورټ د خوشي کولو حکم ورکړے وو۔






