وزيراعظم شهباز شريف سره د پي سي بي مينجمنټ کميټۍ چيئرمېن نجم سيټهي ملاقات کړې چې پکښې د کرکټ په چارو تفصيلي خبرې اترې شوي او نجم سيټي وزيراعظم ته د پاکستان سپر ليګ پشمول د کورني کرکټ کال په اړه بريفنګ ورکړو۔
باغی ټی وی رپورټ
نجم سيټي بريفنګ ته اوويل چې له څلور کالو وروسته ډيپارټمنټ کرکټ بحال شوی، لويې ډيپارټمنټ ټيمونه د کورني کرکټ برخه ګرځي.
په دې موقع وزيراعظم نجم سيټي ته د هايبرډ ماډل لاندې په پاکستان کښې د ايشيا کپ په انعقاد مبارکي ورکړه او ويې ويل چې کوشش کوم چې پاکستان ته نور نړيوال ايونټ هم راولئ، په پاکستان کښې د نړيوالو سياليو ترسره کول اوس کومه ستونزه نه ده بلکې له دې سره به ډير ښه شي. د پاکستان انځور په ټوله نړۍ کې روښانه کیږي.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پي ايس ايل د کرکټ يو لوئ ليګ ګرځيدلې دې د کرکټ انفراسټرکچر ته توجه کول پکار دي د کوم لپاره چې د کرکټ زيات ميدانونه جوړول پکار دي۔