پرائیویټ سکولونو په غیرقانوني ډول د ۳۰ نه تر ۴۰ فیصده فیسونه زیات کړي دي.

باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو له مخې شخصي سکولونو نه يواځې دا چې د سکولونو فيسونه زيات کړي دي بلکې د بنديز باوجود په زده کوونکو د پخلي کتابونه او نقلونه خرڅيږي.
د سرچينو له مخې خصوصي سکولونه دعوه کوي چې دفيسونو زياتولو منظوري دپوهنې رياست څخه اخستل شوې ده.
د فیس زیاتوالی به د پوهنې ریاست لخوا وپوښتل شي
بل خوا د اضافي فيسونو په اړه د سندهـ تعليم محکمه وايي که د پرائيويټ سکولونو ډائريکټرېټ افسر د فيسونو د زياتولو اجازت ورکړو نو په اړه به يې پوښتنه کوي.
د سندهـ د تعليم محکمي وينا ده چي د تعليم وزير د پرائيويټ سکولونو په فيسونو کښي د غيرقانوني زياتوالي نه خبر ساتلي شوي دي۔
په همدې حال کې والدین د خصوصي ښوونځیو د اضافي فیسونو، کتابونو او یونیفورم په اړه اندېښمن دي.
ياده دي وي چي تر دې وړاندي هم سکولونو په سرکاري توګه فيسونه زيات کړي وو چي په ضد ئي د والدينو لخوا احتجاجونه هم درج کړي شوي وو ولي والدين هم د فيسونو په اړه عدالت ته تللي وو۔





