د پنجاب پخوانی وزیر انصار مجید نیازی او د بهکر پخوانی ایم پی اے عامر عنایت شاهانی د پاکستان تحریک انصاف (PTI) سره جلا شوی.

باغی ټی وی رپورټ
دواړو مشرانو په خپل ویډیوی بیان کې د می د نهمې نېټې د پېښو په غندلو سره د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی.
مشرانو په خپل ویډیو بیان کې د می د نهمې پیښې غندنه وکړه او د ګوند پریښودو اعلان یې وکړ
د مې په نهمه نېټه د عمران خان له نيول کېدو وروسته په ټول هېواد کې له تاوتريخوالي وروسته د پي ټي ايي مشرانو له ګونده وتلي او د تحريک انصاف د مرکزي مشرانو په ګډون د ګوند لسګونه مشران له ګوند څخه جلا شوي دي.
بل خوا، سينئر سياستوال جهانګير ترين تېره ورځ په رسمي توګه د خپل سياسي ګوند “استخام پاکستان ګوند” د جوړولو اعلان کړى و.
عمران خان ولې ونیول شو؟
د مې په نهمه نېټه قامي احتساب بيورو (نيب) د القادري ټرسټ نيب کيس کښې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان ګرفتار کړے وو چې له هغې وروستو په ټول ملک کښې د پرتشدد احتجاجونو له وجې رياستي او فوځي تاسيساتو ته نقصان رسيدلې وو او قايم هم سوځولي وو. د پاکستان تاریخي راډیو سټیشن ته.






