ګوګل په پاکستان کې د ټاکنو ډوډل کړ او څو ساعته وروسته یې لرې کړ.

0
292

باغی ټی وی رپورټ

په ډوډل کې ښودل شوي چې رایې د پاکستان بیرغ سره د رایو په صندوق کې اچول کیږي.

ګوګل په خپل ډوډل کې د پاکستان بیرغ او د رایې صندوقونو په شاملولو سره عامو ټاکنو ته پام اړولی دی.

ګوګل تېره شپه ۱۲ بجې د پاکستان لپاره خپل ډوډل بدل کړ او ډېر ژر یې پر ټولنیزو رسنیو ټرېډ پیل کړ.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د ګوګل په ډوډل حیرانتیا ښودلې او په اړه یې خپل غبرګونونه ښودلي، ځینو کاروونکو ویلي چې دا د تېروتنې له امله شوی او نورو بیا ویلي چې ګوګل د ټاکنو یادونه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال د اګست په ۱۳مه د ملي اسمبلۍ د پنځه کلنې دورې له بشپړېدو وروسته به د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په مياشت کې د ملي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېږي او که د ملي اسمبلۍ اساسي موده پوره شي. ټاکل شوې، چې ټاکنې د روان کال د اکټوبر په ۱۲مه ترسره شي.

Leave a reply