د موسمي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئيلي دي چې کراچۍ د طوفان له وجې په مستقيمه توګه نه ده متاثره شوې.

0
94

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره خبرو کې شېري رحمان وويل چې د طوفان په اړه د مستند معلوماتو ورکولو هڅې روانې دي.

هغه وويل کراچۍ په مستقيم ډول د طوفان له امله نه ده اغيزمنه شوې، په داسې حال کې چې د طوفان لاندې سيمو څخه د متاثرينو د ليږدولو لړۍ څلور شپې او څلور ورځې دوام لري.

وفاقي وزير ووئيل د کراچۍ په هوايي ډګر د پروازونو بندولو په اړه كومه فيصله نه ده شوې۔

شېري رحمان له خلکو وغوښتل چې په دې وخت کې سمندر ته نه ځي.

تيره ورځ شيري رحمان وئيلي دي چي د زيارت په ورځ به غرمه 11بجي به د کټي بندر سره ټکر کوي نو خلقو نه ئي غوښتنه کړي ده چي انتظاميي سره دي همکاري وکړي۔

د يادونې وړ ده چې د عربي سمندر څخه د راوتو د توپان څرنګوالی بدل شوی او طوفان به د کراچۍ ساحلونو ته ونه رسېږي

Leave a reply