د کراچۍ سی ویو روډ د سمندري طوفان بپر جوی له امله تړل شوی دی.
باغی ټی وی رپورټ
د راپورونو له مخې، د ابراهیم حیدري، منورې، کمپ ماونټ او هاکس بې ساحلونو کې د سمندر د اوبو سطحه لوړه شوې، په هاکس بې کې د سمندر اوبه تر فش چوک پورې سړک ته رسېدلې او په ابراهیم حیدري کې اوبه خلکو ته ننوتلې دي.
د دې نه علاوه د کراچۍ نه تر منوره پورې ځمکنۍ لار په جزوي توګه بنده شوې ده په داسې حال کې چې په کراچۍ کې د سختو بارانونو له وجې د ښاري سيلابونو خطر موجود دی.
د ډي ایچ اے انتظاميې د ساحل سره نزدې اوسېدونکو خلکو ته د خپلو کورونو د خالي کولو لارښوونه کړې ده.
بل پلو د دفاع وزارت پرمختيايي چارې د بارانونو نه وړاندې بشپړې نه شي، د بارانونو په مهال د حادثاتو وېره ده.
ياده دې وي چې په عربي بحيره کې د سمندري طوفان لورى بدل شوى، بىپر جوى د کراچۍ له سواحلو څخه د تېرېدو په حال کې دى، دغه توپان به د پنجشنبې په ورځ سهار ١١ بجې د پاکستان خاورې ته ننوځي او له کټي بندر سره به ټکر وکړي.
د موسمیاتو محکمی وینا ده چی بپر جوی د تیرو شپږویشتو ساعتونو راهسی د شمال ختیځ لور ته روان دی، طوفان د کراچۍ له جنوب څخه 310 کلومیټره لیری دی، طوفان کیټي د جنوب او د بندر له جنوب څخه 240 کلومیټره لرې دی، د طوفان په مرکز او خواو کې بادونه، سرعت یې په ساعت کې له ۱۵۰ څخه تر ۱۶۰ کیلومترو پورې دی.
د موسمياتو محکمي ترمخه د جون تر 16مې نيټې پورې په کراچۍ، حيدراباد، ټنډو محمد خان، ټنډواله يار، ميرپورخاص، حب او لسبيله کې د تيزو بارانونو امکان دے.