نن د افغانستان د اسعارو په بازارونو کې د امريکايي ډالر په بيه کې راټيټوالى راغلى دى.

0
355

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان سټيټ بینک اف پاکستان د وینا له مخې د انټربینک ایکسچینج مارکیټ کې د ډالر بیه د ۷۹ پیسو په کمیدو سره ۲۸۷ روپۍ ۱۸ پیسو ته رسیدلې ده.

بل خوا د ایکسچینج کمپنیز ایسوسی ایشن له مخې په ازاد بازار کې د ډالر بیه څلور روپۍ ۲۹۴ روپۍ ته راټیټه شوې ده.

ياده دې وي چې تيره ورځ د پاکستان د تبادلې شرکتونو اتحاديې مشر ملک بوستان ويلي وو چې په راتلونکو ورځو کې به د ډالر او سرو زرو بيې راټيټې شي.

ملک بوستان وويل، چې په تېرو څو ورځو کې د ډالر بيه ٣٠٥ کلدارو ته رسېدلې وه، کله چې والي د ډالرو د کمښت غوښتنه وکړه، نو بانکونو ته يې لارښوونه وکړه، چې بند شوي ډالر ژر تر ژره ورکړي.

هغه وويل، چې بانکونو ژمنه کړې، چې د اکمالاتو بيا پيل کوي، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو ډالر به له ٢٩٥ څخه ښکته شي.

Leave a reply