وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د روس څخه راتلونکى تېل د نړيوال مارکيټ په پرتله ١٥ ډالره ارزانه دي.

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد راولپنډۍ کې د پرمختيايي پروژو د پرانستې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل چې تېر حکومت په دروغو او پروپيګنډو د ولس وخت ضايع کړ، تېر حکومت له IMF سره تړون مات کړ او د اقتصاد بېړۍ يې ډوبه کړه. د پیسو نړیوال صندوق ټول شرطونه منلي او تمه ده چې له IMF سره به یوه هوکړه وشي.
هغه وويل چې ددوى تړلې پرمختيايي پروژې نن پاى ته رسيږي، د وارد شوي دولت دروغ حقيقتونه دفن شوي دي، موږ هيڅ احمقانه نده اخيستې، موږ له روسيې څخه د تېلو د پېرلو مسله هواره کړه، له روسيې څخه د تېلو د رانيولو مسئله مو هواره کړه. د نړیوال بازار په پرتله 15 ډالر ارزانه دي.
وزيراعظم ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن تورونه لګولي، د کرپشن ثبوت يې نه دے وركړے، كه د پي ټي آئي د چيئرمېن خلاف مقدمې دروغ وي نو عدالت ته لاړ شي او بې ګناه ثابت كړي.






