د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ونیول شو.

0
218

باغی ټی وی رپورټ

د امريکائي ميډيا له مخې ډونلډ ټرمپ د پټو اسنادو په مقدمه کې د حاضرېدو په موقع د ميامي په فدرالي محکمه کې ونيول شو، ټرمپ د ډپټي مارشال لخوا نيول شوی ؤ، هغه د امريکې لومړی پخوانی ولسمشر دی چې د فدرالي تورونو سره مخامخ کيږي.

امریکايي رسنیو ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخوانی باوري کس والټ ناوټا هم نیول شوی دی. د امریکا مارشالان به د پخواني ولسمشر ټرمپ د ګوتو نښې اخلي.

باید وویل شي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د پټو حکومتي اسنادو په ساتلو تورن دی.

د پخواني ولسمشر ټرمپ پلویانو له نیول کېدو وروسته د میامي د محکمې مخې ته لاریون وکړ.

بل خوا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پټو اسنادو په قضیه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د سزا ورکولو هڅه یې په ټاکنو کې لاسوهنه ده.

په دې وروستیو ورځو کې، ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره تورن شو، د ټرمپ په وړاندې نوی تور د پټو اسنادو په تړاو د بې کفایتۍ تور دی چې هغه له دندې لرې شو. ټرمپ د جاسوسۍ له قانون څخه د سرغړونې له ۳۷ قضیو سره مخامخ دی.

د ۴۹ مخیز تور له مخې په غیرقانوني ډول نیول شوي سند کې د اټومي پروګرام او د بریدونو د پلان په اړه معلومات هم شته. په دې فایلونو کې د پوځي برید په صورت کې د امریکا د کمزورتیا په اړه مهم معلومات هم شته.

د راپورونو له مخې، که پر ډونلډ ټرمپ ټول تورونه ثابت شي، ښايي په ټولیز ډول ۱۰۰ کاله بند محکوم شي.

Leave a reply