لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د قامي اسمبلۍ غړو بحالولو فيصله معطل کړې ده۔
باغی ټی وی رپورټ
د جسټس شاهد بلال حسن په مشرۍ کې دوه کسيزه بنچ د درخواست اورېدنه وکړه، د قومي اسمبلۍ سيکرټري طاهر حسين په لاهور هائي کورټ کې انټر کورټ اپيل دائر کړے دے۔
په اپيل کې د فواد چوهدري او شاه محمود قريشي په ګډون د اسمبلۍ 61 مستعفي شوي غړي ګوندونه جوړ کړل شوي دي، په اپيل کې د قومي اسمبلۍ سپيکر، اليکشن کميشن او وفاقي حکومت هم ګوندونه جوړ کړل شوي دي.
لاهور هائي کورټ کښې دائر درخواست کښې د قومي اسمبلۍ سيکرټري وئيلي دي چې د تحريک انصاف 123 غړو د عدم اعتماد تحريک کاميابۍ نه پس استعفي ورکړې وه او د مئ په 28مه نيټه د قامي اسمبلۍ سپيکر منلې وه۔ د 11 غړو مستعفي شوي د جنورۍ په 17 د پي ټي آئي د پاتې غړو استعفې هم ومنل شوې۔
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د لاهور هائي کورټ سنگل بينچ د مئي په 19مه نيټه د غړو بحالئ فيصله د قانون خلاف اوکړه، عدالت دې د انټرا کورټ اپيل قبول کړي او د سنگل بنچ فيصله دې کالعدم اعلان کړي۔ باطل
لاهور هائي کورټ د پي ټي آئي غړو د قامي اسمبلۍ بحالۍ په اړه فيصله ځنډولې او له اړخونو نه ئي د جون تر ٢١مې پورې جواب غوښتې دې۔
ياده دې وي چې د مئي په 19مه نېټه د لاهور هائي کورټ جسټس شاهد کريم د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن کالعدم او د قامي اسمبلۍ سپيکر د تحريک انصاف د 72 غړو استعفې منظور کړې وه۔
محکمې دغو غړو ته د استعفاګانو د بیرته اخیستلو لپاره د سپیکر په وړاندې د حاضریدو لارښوونه کړې وه او ویلي یې وو چې سپیکر دې د قومي اسمبلۍ د ټولو غړو د بیا کتنې وروسته پریکړه وکړي.