د هوا پېژندنې کارپوه جواد میمن وايي، په عربي سمندر کې د توپانونو شمېر او شدت له څو کلونو راهیسې زیات شوی او ښايي په راتلونکو وختونو کې د طوفانونو شدت او شمېر نور هم زیات شي.

0
238

باغی ټی وی رپورټ

جیو نیوز سره خبرو کې د موسمياتو کارپوه جواد میمن وویل چې د اوسني طوفان په مهال د سمندر د سطحې تودوخه د نورمال نه زیاته شوې ده، اوسني طوفان په لمړي مرحله کې شدت موندلی و.

د جواد میمن په وینا، عربي سمندر له پنځو تر شپږو کلونو ډېر فعال دی، په همدې کال کې په عربي سمندر کې ۵ توپانونه هم رامنځته شوي، چې ښايي په راتلونکو وختونو کې د توپان شدت او شمېر زیات شي.

د هوا شنونکي وايي چې د سمندر د سطحې تودوخه د نورمال څخه له 30 څخه تر 32 درجو لوړه ده.

د يادونې وړ ده چې په عربي بحيره كې د رامنځته شوي توپان بپر جوى شدت لا هم پياوړى دى او د توپان اغېزې د پاكستان او هند په ساحلي سيمو كې پيل شوې دي.

د بلوچستان د ساحلي سیمې اورمړې اوسېدونکي وايي، د سمندر څپې ساحل ته څېرمه سړکونو ته رسېدلي او په مراره کې د سمندر اوبه کورونو او دوکانونو ته هم ننوتلي دي.

په ساحلي سیمو کې تر ۴۰۰ ملي مترو پورې د باران امکان دی

د ملي ناورین مدیریت ادارې (NDMA) په وینا ، طوفان بپرجوی د کراچي څخه 470 کیلومتره سویل او د تخت څخه 460 کیلومتره سویل کې موقعیت لري ، د کم شدت سره. د طوفان پرمختګ به د هغې احتمالي اغیزې نور هم روښانه کړي.

د چارواکو په وینا د بپر جوی توپان له امله په سمندر کې له ۳۰ تر ۴۰ فوټو لوړ څپې راپورته شوې، خو دا مهال توپان د هند د ګجرات پر لور روان دی.

چارواکي وايي که توفان خپله لاره بدله کړي نو د کراچۍ په ګډون د سندهـ ټوله ساحلي بیلټ متاثره کیدی شي او په ساحلي سیمو کې د ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ ملي میټره پورې د باران امکان دی.

Leave a reply