د پاکستان تحریک انصاف ګوند په قومي اسمبلۍ کې منظور شوی حکومتي قرارداد رد کړی دی.
باغی ټی وی رپورټ
تيره ورځ قامي اسمبلۍ يو قرارداد منظور كړو چې د مې د نهمې نېټې د شرپسندانو په ضد د پوځي قانون لاندې مقدمې چلولې شي۔
د قامي اسمبلۍ غونډه د سپيكر راجه پروېز اشرف په مشرۍ كښې وشوه چې د دفاع وزير خواجه آصف د پاكستان تحريك انصاف په ضد قرارداد وړاندې كړو۔
د غويي د مياشتې د نهمې نېټې د غندنې د پرېکړه ليک د متن له مخې، يو ګوند او مشر يې د مې په نهمه له ټولو حدودو تېر شو، له اساسي قانون او قانون څخه په سرغړونې يې پر پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل او د هغوى بريدونو دولتي بنسټونو او هېواد ته د نه جبرانېدونکي زيان اوښتى، کړنه يې وکړه. د دوی پر ضد باید د اساسي قانون او قانون له مخې کار وشي.
وروستو پي ټي ائي قومي اسمبلۍ کې پاس کړل شوى قرارداد رد کړى او وئيلي يې دي چې حکومتي قرارداد د نهم مئ د اصلي منصوبه کارانو د بچ کولو هڅه ده.
د پي ټي آئي دريځ وئيلي وو چي قرارداد د پي ټي آئي او چيئرمېن ملامتولو کوشش دے.