د خزانې وزير اسحاق ډار وايي، چې پاکستان به يو ځل بيا ودرېږي، د وېرې اړتيا نشته.
باغی ټی وی رپورټ
خپل يو بيان كښې اسحاق ډار وويل دا مهال د نړۍ په حالاتو كښې خنډان دي، پاكستان به يو ځل بيا په پښو ودرېږي، د وېرې كولو ضرورت نشته، مونږ دا هېواد يو ځل بيا له ستونزو څخه راويستلو.
ده ووئيل دا مهال بهرنۍ قرضه سل اربه ډالره ده، پاكستان د ګازو د نل ليكې په ګډون ارزښتمنې شتمنۍ لري، يوازې د ګازو د پايپ لاين ارزښت ۵۰ مليارده ډالره دى.
اسحاق ډار وويل د ريکوډک اثاثو ارزښت درې زره اربه ډالره دى، د اقتصادي زوال رجحان بند شوى دى. په نوي مالي کال کې د 223 اربه روپو په ارزښت نوي ټيکسونه لګول شوي، د راتلونکي کال لپاره د افراطيت هدف 21 فيصده ټاکل شوی دی.