د قامی احتساب بیورو (نیب) چیئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) نذیر احمد وئيلي دي چې مونږ به په خاموشۍ سره خپل کار جاري ساتو او ملزمانو ته سزا ورکول د عدلیې دنده ده.
باغی ټی وی رپورټ
لاهور کښې دستورې ته خطاب کښې د نيب چيئرمين اوويل چې مونږ اول د نيب او خپل ځان اصلاح کوو، د قوم لخوا مونږ ته ورکړے شوے ذمه وارۍ به پوره کوو، متاثرينو ته د مرستې رسولو لپاره نوې پاليسۍ جوړوي۔
ده ووئيل هېواد كښې كرپشن مخ په زياتېدو دے خو د بدعنواني كېسونه مخ په زياتېدو دي٬ د نېب افسران دې په لږ وخت كښې د مقدمو حل وكړي٬ زه وعده كوم چې نېب به خپل لوئے وقار واپس ترلاسه كوي۔
د نيب چيئرمېن وويل زمونږ اصلي مقصد د کرپشن او وائټ کالر کرائمز ختمول دي او په دې لړ کښې زمونږ د کوششونو نتيجه به څه موده وروسته ښکاره شي۔
ليفټننټ جنرال (ر) نذير احمد وويل مونږ به په خندا سره نيوکې برداشت کوو او په خاموشۍ سره به خپل کار جاري ساتو، دا د عدليې دنده ده چې ملزمانو ته سزا ورکړي.