حکومت له تحریک لبیک سره د خبرو پرېکړه کړې ده.

حکومت په پنجاب کې د تحریک لبیک د احتجاج په اړه له ټي ایل پی سره د مذاکراتو پرېکړه کړې چې د دې لپاره به د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ یوه کمېټه له ټي ایل پی سره خبرې کوي.
TLP کله لغوه شو؟
د پاکستان د تحریک انصاف د حکومت پر مهال پر تحریک انصاف بندیز ولګول شو او د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۱۵ مه یو نوټیفیکیشن خپور شو چې پکې ویل شوي وو چې TLP د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ ضد قانون له مخې بنده شوې ده.
د پي ټي آئي حکومت هم په ملک کښې د احتجاجونو او دھرنو له وجې په تحريک لبيک باندې د بنديز لګولو فيصله هم کړې وه چې پکښې په يو شمير ځايونو کښې د ټي ايل پي د کارکنانو او پوليسو ترمينځه نښتې هم شوې وې۔
د TLP د بندیز خلاف اپیل
د تحريک لبيک لخوا د کورنو سيکرټري ته درخواست جمع کړے شوے وو په کوم کښې چې دريځ خپل کړے وو چې تحريک لبيک ترهګر تنظيم نه بلکې يو سياسي ګوند دې چې اليکشن کميشن کښې رجسټرډ دې۔






