کرتار پور دوه جلا شوې کورنې سره یو ځای کړي

0
198

باغی ټی وی رپورټ

د کرتارپور دهلیز دوه کورنۍ په ۱۹۴۷ کال کې د هند له وېش وروسته جلا شوې وې.

د سیالکوټ اوسېدونکی مشتاق احمد په ۱۹۴۷ کال کې د هند له وېش وروسته له خپل پلار سره پاکستان ته مهاجر شو، خو خور یې په هند کې پاتې شوه.

د سرچینو په وینا، د دواړو کورنیو څو میاشتې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې اړیکه ونیوله.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هند د وېش پر مهال هغه ورور، چې له کورنۍ جلا او په هند کې پاتې شوى و، پاکستان کې له خپلې خور سره د ليدو لپاره ګوردواره دربار صاحب ته رسېدلى و.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې امرجیت سنګ چې د هند د وېش پر مهال په هند کې پاتې شوی و او له خپلو مسلمانو والدینو سره چې د ده اصلي مور او پلار وو، پاکستان ته نه شي راتلای، له ۷۵ کلونو وروسته له خپلې خور سره د لیدو لپاره پاکستان ته راغلی دی.

Leave a reply