په ویتنام کې د پولیسو پر ۲ پوستو د برید له امله د یوه پولیس په ګډون څو تنه وژل شوي دي.
باغی ټی وی رپورټ
د بهرنیو رسنیو له مخې، د ویتنام چارواکو لخوا ویل شوي چې دا پیښه د یکشنبې په سهار د ویتنام په مرکزي غرنۍ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پولیسو په دوو مرکزونو برید وشو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، داسې معلومات ترلاسه شوي چې په برید کې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو انتظامیې د مړو او ژوبلو د شمیر له څرګندولو ډډه کړې ده.
د ویتنام چارواکو ویلي، شپږ بریدګر چې د پولیسو په چورلکو په بریدونو کې ښکیل وو نیول شوي، په داسې حال کې چې د نورو په لټه کې دي.
تر اوسه د برید کوونکو د هویت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.