د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د بجټ نه پس پريس كنفرنس كښې د پټروليم ليوي، د ټټرا پیک شيدو او د پخلي تېلو په اړه وضاحت وكړو۔

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد کښې د بجټ پوسټ نه پس پریس کانفرنس ته وینا کښې اسحاق ډار اوویل چې د پټرولیم لیوی د 50 روپو نه زیاتولو تجویز غور لاندې نه دې او د ټیټر پیک شیدو باندې 9 فیصده ټېکس نه دې لګولې ولې د پخلی تیلو نه سیلز ټېکس نه دې ختم کړې شوې.
هغه وويل چې په شيدو د خرڅلاو د ټکس لګولو يوازنۍ وړانديز رد شوى دى.
د خزانې وزير وويل چې د ټيکسونو زياتولو سره به انفلاسيون نه زياتيږي، د نوي ټيکس اقدامات يواځې 200 اربه روپۍ دي چې پکې 175 اربه ډايريکټېټ ټيکسونه دي، د 9200 اربه روپو د مالياتو هدف ټاکل شوى دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخزانې وزير وويل که چرې د١٢٠٠٠ اربه روپو ټیکس جمع کوونکى قراردادي راوغواړي نو ايف بي آر ته به يو کال رخصت واستوي.






