د سندهـ راتلونکي مالي کال بجټ به نن وړاندې کیږي.

0
177

باغی ټی وی رپورټ

د سندهـ وزيراعلي سيد مراد علي شاه به نن د سندهـ اسمبلۍ ته د صوبې بجټ وړاندې کوي.

د راپورونو له مخې د حکومتي کارکوونکو په تنخواګانو کې له ۱۵ تر ۲۰ فیصده زیاتوالي اټکل شوی، په داسې حال کې چې د پرمختیايي بودیجې ۴۱۰ میلیارده روپۍ وړاندیز شوی دی.

د کراچۍ روانو ميګا پروجيکټونو لپاره به د 12 ارب 52 کروړه روپو نه زياتې بېلې کړي شي په داسې حال کې چې د ضلعې پرمختيائي بجټ لپاره د 30 اربه روپو د مختص کولو تجويز دی.

د دې نه علاوه د مقامي شوراګانو په گرانټ کښې د زياتولو وړانديز هم شوے دے ولې د سکولونو د تعليم پرمختيائي منصوبو لپاره د 1 ټريليون 65 اربه روپو او د يو ارب 65 کروړه روپو د مختص کولو وړانديز شوې دې۔

Leave a reply