د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې په نوې ټوکرۍ کې زړې هګۍ اچولو سره ثبات نۀ راځي.

0
97

باغی ټی وی رپورټ

خپل يو بيان كښې د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې آزمايل كسان او ګوندونه هېواد نه شي ښه كولې، پيپلز پارټي، مسلم ليګ ن او تحريك انصاف د جنوبي پنجاب له اولس سره دروغې وعدې كړې۔

هغه وويل جماعت اسلامي په کراچۍ کې اکثريت ترلاسه کړى دى، که دغه اکثريت په اقليت بدل شو نو ددغه صورتحال ذمه واري به د سندهـ حکومت وي.

ياده دي وي چي تيره ورځ سينئر سياستدان جهانګير ترين په رسمي توګه د خپل سياسي پارټي “استخام پاکستان پارټي” جوړولو اعلان کړے دے۔

جهانګير ترين په لاهور کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول د نوي سياسي ګوند ‘استخام پاکستان ګوند’ اعلان وکړ. په دې موقع عليم خان اوويل چې مونږ به ټول سره راځو او د جهانګير ترين په مشرۍ کښې به دې مبارزه کښې ونډه اخلو.

Leave a reply