د پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د ګډ تطبیق پلان لاسلیک شو.

باغی ټی وی رپورټ
د پروژې د لاسلیک په مراسمو کې د پاکستان د پټرولیم وزیر ډاکټر مصدق ملک، د لومړي وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري هم ګډون درلود.
د پطرولیم وزارت له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې پروژې تړون د پاکستان د پټرولیم وزیر ډاکټر موساد ملک او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د ترکمنستان د ګازو د ادارې مشر مکسات بابایوف لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک د ترکمنستان د لوړ پوړي پلاوي له خوا پاکستان ته د دوه ورځني سفر په پای کې لاسلیک شو.
په دې موقع شهبازشريف وئيلي دي چې د انرجۍ بحران په ټوله نړۍ کې يو ستر چيلنج دى، پاکستان د توانائي بحران ختمولو لپاره په پاليسۍ کار کوي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاپي پروژې موخه د ترکمنستان د ګلکانش د ګازو له حوزې څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د طبیعي ګاز لېږدول دي.
دغه پایپ لاین به د ۳۰ کلونو په موده کې په کال کې ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز انتقال کړي. د اکمالاتو سرچینه د ترکمنستان په ختیځ کې د ګالکانش د ګازو ساحه ده، په داسې حال کې چې پاکستان ته به د 56 انچ پایپ لاین سره 1.3 bcfd وي.






