په اسلام اباد کې په ناقانونه هستوګنې ټولنو کې د مېشتو افغانانو پر ضد عملیاتو کې تر ۲۰۰ ډېر افغانان نیول شوي دي.

0
196

باغی ټی وی رپورټ

د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له مخې په اسلام اباد کې ۱۴۸ غیرقانوني هاؤسنګ سوسائټي، د سي ډي اې په زون یو کې ۲۰، په زون دوه او درې کې ۷،۷، زون څلور کې ۸۵ او زون ۵ کې ۲۹ غیرقانوني هاؤسنګونه دي.

دپوليسو سرچينې وائي چې په غيرقانوني هاؤسنگ سوسائټيو کې ميشت افغان وګړي په غيرقانوني فعاليتونو بوخت دي چې دعملياتو په مهال يې له بيلا بيلو سيمو څخه د٢٠٠ؤ څخه زيات افغانان نيولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، د نیول شویو افغانانو پر ضد د بهرنیو چارو د قانون له مخې دوسیې ثبت شوې دي.

دپوليسو سرچينې وائي چې په اسلام اباد کې دافغان ميشتو دجوړيدو پلټنې پيل شوي، سي ټي ډي او نيکټا ته دافغاني ميشت ځايونو د پلټنې رپورټ لپاره دنده سپارل شوې ده، د مئ د نهم او 18م مارچ په پيښو کې افغان اوسيدونکي هم شامل وو.

Leave a reply