په پوځي عدالت کې د نهم مئ پېښو په تړاو د نيول شوو ملزمانو د مقدمو چلولو په ضد درخواستونه اورېدنه شوې ده.

0
112

باغی ټی وی رپورټ

د پيښور هائي کورټ جسټس اشتياق ابراهيم او جسټس صاحبزاده اسدالله مشتمل دوه کسيزه بينچ به نن د کيس اوريدنه کوي۔

پيښور هائي کورټ کښې دائر کړے شوي درخواست کښې وفاقي او صوبائي حکومتونه، سيکرټري کورنو، آئي جي پوليس او آئي جي جيلونه اړخونه جوړ کړي شوي دي۔

په درخواست کې وئيل شوي چې په پوځي عدالتونو کې دملکي وګړو مقدمې چلول نه يواځې دبشري حقونو څخه سرغړونه ده بلکې دنړيوالو قوانينو څخه هم سرغړونه ده.

درخواست کښې زياته کړې شوې چې په مقدمو کښې د آرمي ايکټ 1952 سيکشن 59 او د آفيشل سيکريټ ايکټ سيکشن 3 شامل دي ولې د آرمي ايکټ لاندې د ملکي وګړو په ضد مقدمې درج کول غيرقانوني نه بلکې د بنيادي انساني حقونو خلاف کار دے. سرغړونه ده، مګر دا د نړیوالو قوانینو څخه هم سرغړونه ده.

Leave a reply