اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف نجم سيټي د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن لپاره كانديد نامزد كړې دې۔

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف سره د پي سي بي مينجمنټ کميټي چيئرمېن نجم سيټي ملاقات کړې چې پکښې وزيراعظم نجم سيټي ته د پي سي بي چيئرمېن ټاكنې زر تر زره مکملولو هدايات كړې۔
سرچينې وائي چې وزيراعظم دپي سي بي چيئرمېن لپاره نجم سيټهي کانديد کړى دى، وزيراعظم شهباز شريف به ډېر ژر دوې نومونه بورډ آف ګورنر ته واستوي، د نجم سيټي نه علاوه د بل نوم مصطفی رمدي وي.
ملاقات كښې نجم سيٺي وزيراعظم ته په هند كښې د ايشيا كپ او ورلډ كپ په اړه بريفنګ وركړو۔
دسرچينو ترمخه نجم سيټي د ايشيا کپ او ورلډ کپ په اړه هم د وزيراعظم شهباز شريف نه نظر غوښتې، وزيراعظم په نجم سيټي د پوره باور څرګندونه کړې ده.
بريفنګ کښې اوويل شول چې د پي سي بي 2014 آئين په مکمله توګه بحال کړے شوے دے، د پي سي بي 90 فيصده نه زياتو ضلعو کښې انتخابات او 80 فيصده د سيمو انتخابات مکمل شوي دي۔
بريفنګ کښي نجم سيټهي اوويل چي ريجنل انټر ډسټرکټ نولس کلن کرکټ ټورنامنټ د جون په 15مه نيټه شروع کيږي، د کرکټ يو کلن کال مکمل شوے دے کوم چي به ډير زر اعلان کړے شي، ټولو ډيپارټمنټونو خپل فارمول شروع کړي دي۔ د کرکټ ټیمونه ترسره کړل
خو وزيراعظم نجم سيټي ته د پي سي بي آئين بحالۍ باندې هم مبارکي ورکړې ده۔






