د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د خدیجه شاه قضیه تعقیبوي.

باغی ټی وی رپورټ
دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند اوونيز پريس بريفنگ په مهال وئيلي دي چې پاکستاني چارواکو ته وئيلي شوي دي چې خديجه شاه ته قونصلر رسي ورکړل شي، هغه دوه ګوني تابعيت لري او په دې لړ کې دپاکستاني چارواکو سره په نېغه تماس کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي، که کوم امریکايي وګړی نیول شوی وي، دوی ورسره مرستې ته چمتو دي، او تمه لري چې پاکستاني چارواکي یې د عادلانه اورېدو ضمانت وکړي.
ویاند ویلي، دوی له بهرنیو حکومتونو غوښتي، چې د نیول شویو امریکايي اتباعو لپاره کړنلاره جوړه کړي.






