قومي اقتصادي شورا د راتلونکي مالي کال لپاره د دوه زره ۷۰۹ اربه روپو د قومي پرمختيائي بجټ منظوري ورکړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
تيره ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د قومي اقتصادي کونسل غونډه شوې وه چې پکښې د خزانې وزير اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او نورو وزيرانو او د پنجاب، خېبرپښتونخوا او سنده اعلی وزيرانو ګډون اوکړو ولي د بلوچستان حکومت غونډه بایکاټ کړه.
په غونډه كښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا لپاره د څلور مياشتو پرمختيائي بجټ هم منظوري وركړې شوې٬ سږ كال د وفاقي پي ايس ډي پي 714 اربه روپۍ او د صوبې پرمختيائي بجټ 1598 اربه روپۍ ده۔
د قومي اقتصادي شورا غونډې ته په وينا کې وزيراعظم وويل په کال ٢٠١٨ کې کله چې مسلم ليګ (ن) حکومت پرېښودو نو وفاقي پرمختيائي بجټ ١١٠٠ اربه روپۍ و چې په ٢٠١١م کال کې يواځې ٥٠٠ اربه روپو ته راکم کړل شو.
شهبازشريف وئيلي دي چې ددغه جنايت کاره عمل سره د ملک پرمختگ په قصدي توگه ودرول شو خو موجوده حکومت داقتصادي چيلنجونو باوجود پرمختيايي بجټ 950 اربه روپو ته زيات کړى چې له امله يې نۀ يواځې پاکستان ترقي کوي بلکې ددغه پرمختگ ميوې شريک دي. سړي ته رسېدای شي.
وزيراعظم ووئيل چې صوبې د وفاق واحدونه دي او تر څو چې صوبې خوشحالې نه شي د پاكستان خوشحالي نه شي كولې، د محدودو اقتصادي وسائلو باوجود به حكومت د صوبو د پرمختګ غوښتنې پوره كوي او د صوبو منصفانه او شفاف تقسيم به يقيني كوي۔ سرچینې
د دې نه علاوه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د ملک په ټولو شعبو کښې به ډيجيټل انقلاب راوستلې شي، د حيدراباد نه تر کراچۍ پورې به نوې موټروې جوړولې شي۔ احسن اقبال وويل، قومي اقتصادي شورا هم د شپې په اتو بجو د دوکانونو او تجارتي مرکزونو د تړلو منظوري ورکړې ده.





