د کراچۍ ښاروال لپاره د پيپلز ګوند کانديد مرتضي وهاب وايي، که د پيپلز ګوند ښاروال ښار ته راشي نو د چارو پرمخ وړل به اسانه شي.

0
125

باغی ټی وی رپورټ

نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې مرتضي وهاب اوويل چې که د بل پارټۍ يو کس د ښاروالۍ څوکۍ ته راشي نو هغه به دا خبره جاري ساتي چې واک نه لري، که د پيپلز پارټۍ ميئر راځي نو ورته به آسانه وي۔ چارې پرمخ وړي.

هغه وويل دجماعت اسلامي په غونډه کې دپي ټي ائي يواځې 8 يا 9 غړي دګډون لپاره راغلي وؤ هغوي اعتراض کاوه چې کراچۍ کې بسونه او ايمبولينسونه نشته، نن بسونه اؤ ايمبولينسونه ليدل کيږي.

مرتضی وهاب وویل، دوی د ښار د سیوریج سیسټم د ښه کولو لپاره کار کوي، کورنګي کاز ویز په بارانونو کې ډوب شوی و چې موږ یې ښه کړی، د ملیر ایکسپریس وے کار په چټکۍ سره روان دی، د کال تر پایه به د قیوم آباد څخه تر قیوم آباد پورې برخه وي. شاه فیصل کالونی به مکمل شی.

Leave a reply