د پي ټي آئي پخواني جنرل سيکرټري اسد عمر وئيلي دي چې جهانګير ترين ورسره اړيکه نه ده نيولې۔

باغی ټی وی رپورټ
اسد عمر دا خبره د اسلام آباد ډسټرکټ کورټ کښې د حاضری په موقع خبریالانو سره غیر رسمی خبرې اترې وکړې.
خبریال پوښتنه وکړه چې ایا تاسو به د جهانګیر ترین په ګوند کې یاست؟ په دې اړه اسد عمر وویل، زما له جهانګیر ترین سره څه تعلق دی؟
خبریال پوښتنه وکړه چې ایا جهانګیر ترین تاسو سره تماس نیولی دی؟ په دې اړه اسد عمر وویل چې نه، جهانګیر ترین تر اوسه هیڅ اړیکه نه ده نیولې.
ده ووئيل 7-8 ورځې شوي چې له جيل نه راغلې يم، د عدالتونو چکر ګرځوم، فواد چوهدري وخت په وخت ما سره په تماس كښې وي۔
خبریال له اسد عمر پوښتنه وکړه چې فیصل واوډا په کومه ایجنډا دی؟ هغه په ځواب کې وویل چې دا پوښتنه باید له فیصل واوډا څخه وکړي.






