نادرا به اوس د خلکو د نوې اسانتیا لپاره په ۳۰ ښارونو کې پاسپورټونه جوړوي.
باغی ټی وی رپورټ
د وزیراعظم په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د اولس د اسانتيا لپاره په 30 ښارونو كښې د نادرا پاسپورټ جوړولو فيصله وشوه۔
د غونډې صدارت په مهال وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې نادرا به هغه تحصیلونو یا سب تحصیلونو کښې پاسپورټونه جوړوي چرته چې د پاسپورټ دفتر نشته.
د جاري شوي نوټيفيکيشن ترمخه د نادرا دفتر کښې به د پاسپورټ کاونټر هم موجود وي، د لاهور ريجن 12 او د کراچۍ د 2 سيمو نه به د نادرا مرکز نه پاسپورټونه ترلاسه کولې شي، دغه شان په ملتان کښې 6، سرګودها کښې 2، د اسلام آباد په 4 او 2 نادرا مرکزونو کې هم د K.P پاسپورټونه جوړولی شي.
بل لوري ته ډي جي پاسپورټ وايي چې د نادرا په دفترونو کې د پاسپورټ کاونټرونه جوړ شوي چې د پاسپورټ او مهاجرت څانګې کنټرول به ولري، نادرا به د هر پاسپورټ د فیس نه علاوه زر روپۍ اخلي.
دې نه علاوه ډي جي پاسپورټ دا هم اوويل چې د 10 جون نه د نادرا هر دفتر کښې د پاسپورټ جاري کولو خبر کښې هيڅ حقيقت نشته۔