د پاکستان نرم او مثبت اړخ نړۍ ته ورښایم او غواړم چې د پاکستان په اړه د نړۍ د خلقو د دروغو پروپیګنډه دروغ او بې اساسه ثابته کړم : پاکستاني نژاد ضیاالدین شینواري

ضیاالدین شینواري په تاریخي مچني چیک پوسټ، هغه ته تود هرکې اوویل شو.
نصیب شاه شینواري
په نړۍ کښې مې لیدلي دي چې د پاکستان تور او منفي اړخ لپاره کار او بې اساسه پروپیګنډه شوې او کیږي، زه غواړم چې نړۍ ته د پاکستان نرم او مثبت اړخ ور په ګوته کړم.
دا خبرې په پاک افغان پوله تورخم سره څیرمه په مچني چیک پوسټ یو پاکستاني نژاد چې د ناروې قومیت لري ،رسنیو سره په خبرو اترو کښې وکړي.
ضیاالدین شینواري د لنډي کوتل پیروخیلو سیمې اوسیدونکې دې او څو کاله وړاندې اروپا ته تللې وو او د ناروې شهریت ی ترلاسه کړې دې، هغه د لنډي کوتل یو خبریال اشراف الدین پیرزاده رور دې او یو ډیر روښان فکره او مثبت فکر او سوچ لرونکې انسان دې.
د عمر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې هغه اوویل چې وس ۵۹ کلن دې .
رسنیو سره په خبره کښې ضیاالدین شینواري اوویل چې د ډیر وخت راهسې ی دا پلان وو چې د نړۍ په سیل اووځي او څو ورځې وړاندې ی پریکړه وکړه چې د نړۍ په سیل لاړ شی.
هغه اوویل چې په نړۍ کښې د پاکستان یو بل اړخ او منفي اړخ لپاره بې اساسه پروپیګنډه شوې ده ، هغه زیاته کړه چې هغه غواړي چې د پاکستان نرم اړخ نړۍ ته اوښایی، هغه اوویل چې هغه له اروپا ناروې څخه خپل سفر پیل کړو او له ۱۴ څوارلسو هیوادونو څخه تیر شو او پاکستان ته راغې .

نوموړي اوویل چې سیل ګرۍ سره مینه لري او غواړي چې د الله تعالي پیدا کړې دا نړۍ او د الله تعالي دې قدرتونو څخه خوند واخلي او نورو خلکو سره ی شریک کړي چې د خداي تعالي دا نړي نور اولس ته هم اوښایی.
هغه اوویل چې دوی غواړي چې د نړۍ د خلقو د پاکستان په اړه منفي او د دروغو پروپیګنډه دروغ ثابته کړي او نړۍ ته اوښایی چې ددې سیمې اولس میلمه دوسته، امن خوښي او خوشحالي او ترقي غوښتونکي خلق دي.
دا خبره د یادونې ده چې ضیاالدین شینواري ته په پاک افغان پوله تورخم تود هرکلې او ستړي مشی اوویل شول.

د لنډي کوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر رمیز په مچني چیک پوسټ ضیاالدین شینواري ته د ګلونو ډالۍ وړاندې کړه او علاقایی رسم او رواج ترلاندې ی ی هغه ته ستړي مشي اوویل.
په دې موقع د لنډي کوتل پریس کلب خبریالان هم موجود وو او دوی هم ضیاالدین شینواري ته په خیرراغلې او ستړي مشی اوویل.
ضیاالدین شینواري لنډي کوتل پریس کلب ته هم راغې او خبریالانو سره ی ولیدل، نوموړي د لنډي کوتل انتظامي افسرانو او د لنډي کوتل ټریفک اهلکارو او خبریالانو څخه ځانګړې مننه وکړه چې ددوی راتګ څخه وړاندې ی ځانګړي انتظامات کړي وو او دوی لپاره ی میلمستیا کړې وه.

په مچني چیک پوسټ یو سرکاري اهلکار زغفران بین المللی سیل ګري او د پاکستان مثبت اړخ دنیا ته ور په ګوته کوونکي ضیاالدین شینواري ته د ضلع خیبر، لنډي کوتل، خیبر پاس او پاک افغان پوله تورخم د تاریخي او جغرافیایی اهمیت په اړه تفصیلي بریفنګ هم ورکړو.






