د وزيراعظم خاص مرستيال عرفان قادر وايي رياست د قاضيانو احتساب نه کوي، عدليه دې د قانون منګولو ته وسپاري.

باغی ټی وی رپورټ
خپل يو بيان کښې عرفان قادر وئيلي دي چې هغه په عدليه کښې د تقسيم ختمول غواړي چې يو فرد په هيڅ اداره باندې تسلط ونه لري.
عرفان قادر وويل، ويل کېږي چې پارلمان دې له قانون جوړولو مخکې له موږ سره مشوره وکړي، سبا ښايي حکومت او پارلمان هم له پرېکړې وړاندې له موږ وپوښتي.






