د مسلم ليګ (ن) مشر کيپټن (ر) صفدر وئيلي دي چې دا زمونږ حکومت نه بلکې د پي ډی ايم حکومت دے.
باغی ټی وی رپورټ
د لاهور په ضلعې کچہری کښې وینا کښې کیپټن (ر) صفدر وویل د افسوس خبره دا ده چې زه د شپږ کالو راهسې د مقدمې سره مخامخ یم، مونږ پوره یو کال په نېب عدالت کښې حاضر یو، د دروغو مقدمې جوړولو لړۍ باید ختمه شی. زه هم د خیانت دوسیه سره مخامخ یم.
ده ووئيل هر وخت زما سره دا سوال پيدا كېږي چې ميا صاحب به كله راځي، دا حكومت زمونږ نه، د پي ډی اېم حكومت دے، نواز شريف په انصاف باور لري۔
د مې په نهمه نېټه د يوې پوښتنې په ځواب کې کېپټن (ر) صفدر وويل چې هند کوم څه نه شي کولاى، عمران خان د خپلو اجنټانو له لارې وکړل.