د بلوچستان د خلکو لپاره ښه خبر دی چې صوبايي حکومت بالاخره د صحت کارډ پروګرام پیلولو پریکړه کړې.

0
121

باغی ټی وی رپورټ

په بلوچستان کې د جام کمال حکومت په پیل کې په صوبايي بجټ کې د صحت کارډ ورکولو اعلان کړی و، خو له بده مرغه د جام کمال د دورې په دریو بجټ کې د صحت کارډ عملي نه شو.

د عبدالقدوس بزنجو د حکومت له بدلون وروسته دغه پروژه یو ځل بیا په ټپه ولاړه وه.

د دې پروګرام ترمخه به دوه مياشتې وروسته د صوبې 18 لاکه کورنۍ د 10 لاکه روپو په ارزښت مفت علاج او علاج سهولتونه ترلاسه کوي.

Leave a reply