په پنجاب کې په پوځي املاکو باندې د برید کوونکو ۴۱۲۰ کسانو له جملې څخه ۲،۲۹۰ کسان پېژندل شوي او ۱۱۸۱ بریدګر نیول شوي او ۷۱ سلنه تښتېدلي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د پوليسو د ريکارډونو له مخې، د لاهور په جناح هاؤس بريد کې د ۱۸۰۰ بدمعاشانو له ډلې د ۱۱۲۵ کسانو پېژندګلوي شوې او ۵۱۳ کسان نيول شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې پر عسکري ټاور ۱۰۰۰ وسله والو برید کړی، چې ۱۲۱ یې پېژندلي او ۸۱ نیول شوي، ۱۵۰ بریدګرو برید کړی، چې ۹۵ یې پېژندلي او ۷۷ یې تر نیول کېدو لاندې دي.
د پوليسو ريکارډونو له مخې په پي اے ايف بيس ميانوالي کې په 177 بريدکوونکو کې 152 پيژندل شوي دي چې پکې 103 نيول شوي دي، په گوجرانواله کېنټ کې 400ؤ بريدکوونکي وژل شوي دي چې پکې 346 پيژندل شوي او 172 نيول شوي دي.
همدغه راز په فيصل اباد کې د حساسې ادارې په دفتر بريد کې ٣٠٠ تندلارو تر دې مهاله ١٩٢ کسان پېژندل شوي او ١١٢ نيول شوي دي.






