د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فیاض الحسن چوهان له جهانګیر ترین سره وکتل.

باغی ټی وی رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې پر راتلونکي سياسي پلان خبرې وشوې.
بل خوا د تحریک انصاف پخوانی مشر جهانګیر ترین د خپل نوي سیاسي ګوند په جوړولو سلا مشورې کوي.
جهانګير ترين په اسلام اباد کې د خپل قانوني ټيم سره هم مشوره کړې او په اليکشن کميشن کې يې د ګوند د رجسټريشن په اړه قانوني ټيم ته هدايات جاري کړي دي.
جهانګیر ترین د خپلې نااهلۍ په اړه د ممکنه درخواست په اړه د قانوني ټیم سره هم مشوره کړې ده.
ياده دې وي چې جهانګير ترين په دوه ورځو کې د شاوخوا ۲۰ سياسي مشرانو سره ليدلي دي.




