د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د پنجاب پخوانی وزیر اعلی چوهدري پروېز الهي د ډاکټرانو ډلې له طبي معایناتو وروسته په بشپړه توګه روغ اعلان کړی دی.

0
130

باغی ټی وی رپورټ

د پنجاب پخوانی اعلی وزیر چوهدري پروېز الهي تېره ورځ په لاهور کې د هغه کور ته څېرمه د فساد ضد پولیسو له خوا ونیول شو.

دسرچينو له مخې چوهدري پروېز الهي په خپل موټر کې روان و چې پوليسو يې موټر درولى او هغه يې نيولى دى.

د سرچينو له مخې چوهدري پروېز الهي د لاهور په اينټي کرپشن هيډکوارټرز کې ساتل شوى، د نيولو دوه ساعته وروستو يې درې بوتله اوبه څښلې او د ماښام او مازيګر لمونځونه يې هم ادا کړي دي.

سرچينې زياتوي چې دچوهدري پروېز الهي د معايناتو لپاره د سروسز هسپتال نه طبي ټيم هم د چوهدري پروېز الهي معاينه کولو وروستو واپس راغلى چې د ډاکټرانو ټيم د طبي معاينې نه وروستو هغه مکمل صحت مند اعلان کړى دى.

دسرچينو له مخې چوهدري پروېز الهي وئيلي دي چې هغه دزړه ناروغ دى اؤ دخپل شخصي معالج څخه پرته به دکوم ډاکټر څخه دوا نۀ اخلي خو دکرپشن چارواکو دهغه شخصي ډاکټر بللى چې دواړې يې هم راوړي دي.

د سرچينو ترمخه ډي جي اينټي کرپشن سهيل ظفر چټه پخپله دچوهدري پرويز الاهي په ضد پلټنې پيل کړي دي، هغه به نن په ضلعي کچرې کې پيش کړل شي.

ياده دي وي چي دپنجاب پخواني وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي په ضد د کرپشن په ضد څو مقدمي درج شوي دي په دي مقدمو کښي پرويز الهي په ترقياتي سکیمونو کښي د رشوت اخستو تورونه دي۔

Leave a reply