د بلوچستان د کیچ په سنګوان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوسته د برید په پایله کې ۲ تنه عسکر وژل شوي دي.

0
79

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، ترهګرو په بلوچستان کې د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د امنیتي ځواکونو یوه پوسته په نښه کړه، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه.

د آئي ايس پي آر ترمخه پوځيانو د موجودو وسلو سره په زړورتيا سره ځواب ورکړو او په کاميابۍ سره يې د ترهگرو په شا وتمبول خو د ډزو په تبادله کې دوه عسکر په زړورتيا سره شهيدان شول.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي سيکورټي فورسز په سمدستي توګه په سيمه کښي چاڼيز عمليات پيل کړي دي او د ايراني چارواکو سره رابطې روانې دي تر څو د ترهګرو د تيښتې مخه ونيول شي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي سيکيورټي فورسز د امن او استحکام د خرابولو کوششونه ناکامه کولو عزم لري۔

Leave a reply