د لاهور هايي کورټ د لاهور په ګډون د پنجاب په ۱۱ ضلعو کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د کارکنانو نظربندۍ لغوه کړې او د ټولو کسانو د سمدستي خوشې کولو امر یې کړی دی.

0
95

باغی ټی وی رپورټ

جسټس صفدر سليم شاهد د درخواستونو په اړه 9 صفحه ليکلې فيصله جاري کړه۔

محکمې په خپله پرېکړه کې د ډاکټر یاسمین راشد او نورو د توقیف حکم خلاف بللی دی.

په فيصله کې وئيل شوي چې د مئ د نهمې نيټې دغه زړه بوږنونکې پيښې د يو امن او جمهوري هيواد مسخ شوى تصوير وړاندې کړى، د امن او امان ساتل د حکومت ذمه واري ده.

عدالت په لاهور، وزيراباد، جهنګ، شيخوپوره، حافظ آباد، سيالکوټ، منډي بهاالدين، ګجرات، ننکانه صاحب، ګوجرانواله او نارووال کې د پي ټي آئي د کارکنانو نظربندۍ منسوخ کړې دي.

فيصله کښې وئيلي شوي دي چې د مئ په نهمه نيټه د دغه سياسي مشر نيول کيدو په ټول ملک کښې غمجن غبرګونونه راپارولي وو، حکومت د نهم مئ پيښې په اړه سوچ کولو بغير د بې شميره نظربندۍ حکمونه جاري کړي وو چې دا وخت دے.

جسټس صفدر سليم شاه وئيلي دي چې نيول شوي کسان دې په تورونو پوه شي چې دځان دفاع کولى شي، دډپټي کمشنرانو دنيولو فيصله پخپله دقانون خلاف ورزي ده. د عامه نظم د ساتنې (MPO) 1960 برخه 3، ټول توقیف شوي کسان باید سمدستي خوشې شي.

Leave a reply