تورخم پوله دې عام تګ راتګ لپاره پرانستۍ شي: د سیاسي مشرانو اومزدورانو غوښتنه

0
79

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو د لوړپوړه چارواکو نه غوښتنه کړې ده چې د تورخم پوله دې د عام تګ راتګ لپاره پرانستې شي، د مشرانو وینا وه چې د تورخم پولې د تړلو د وجهې دلته په علاقه کښې د غریبه مزدورانو ژوند د سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

نن تورخم پولې سره نزدې د لنډیکوتل بازار په بایی پاس سرک د پیښور او تورخم په لویه لار د نوجوانان قبایل تنظیم او د تورخم د مزدورانو اتحادیی مشرانو سیوري لاندي یوه لویه جرګه تابیا شوې وه. په دې لویه جرګه کښې د خیبرسیاسي اتحاد مشران، د خیرښیګړۍ تنظیمونو مشران او غړي په دې لویه جرګه کښې ګډون وکړو.
په لویه جرګه کښې شرکت کوونکو سیاسی مشرانو شاه حسین شینواری، حاجی مقتدر شاه آفریدی، شاهد خان شینواری، حاجی حسن شینواري او یو شمیر نورو مشرانو په خپلو ویناګانو کښې اوویل چې د عام اولس په ریاست څه حقونو وی او باید چې دا حقونو عام اولس له ورکړې شي.
د مشرانو وینا وه چې دلته نور څه کار روزګار نشته، نه څه کارخانې او د کرکرونده شته، مشرانو غوښتنه وکړه چې تورخم پوله دې د عام تګ راتګ لپاره پرانستل شي چې دلته عام مزدوران خپلو کورنیو لپاره یو وخت دوه وخت خرڅ خوراک وګتي .
رسنیو سره په خبرو کښې د نوجوانان قبایل تنظیم مشر اسرار شینواری اوویل چې که یوه اونۍ کښې تورخم پوله پرانستې شي او که داسې و نه شي دوی به د پیښور او تورخم لوی سرک د هرقسم ټریفک لپاره د احتجاج په توګه بند کړي.

Leave a reply