د گرانۍ له وجې په عامو خلکو د بجلۍ بم غورځول شوى، د مياشتني فيول ايډجسټمنټ په مقصد د بجلۍ بيه يو روپۍ ٦٠ پيسې زياته شوې ده

باغی ټی وی رپورټ
د نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) د ډېسکوز د اپريل مياشتي د فيول چارجز اېډجسټمټ په اړه عامه اورېدنه بشپړه کړې ده.
د نیپرا بیان له مخې سنټرل پاور پرچیزنګ ایجنسۍ د یونټ په نرخ کښې دوه روپۍ یو پیسه زیاتولو درخواست جمع کړې دې ولې د ابتدایي ارقامو له مخې دا زیاتوالی 1 روپۍ 61 پیسے فی یونټ دی.
نیپرا وايي د فی یونټ زیاتوالی به د لائف لائن او الیکټرک ګاډو چارج کولو سټیشنونو نه علاوه د ډیسکو په ټولو مصرف کونکو باندې پلي کیږي ، دا به د بریښنا مصرف کونکو باندې نه وي.
د نيپرا چيئرمېن ووئيل چې اختيار به د ډيټا نورې معاينې وروستو خپله تفصيلي فيصله جاري كوي۔




