پوليسو د پي ټي آئي پخوانى ايم پي اے رفاقت گيلاني نيولى دى.
باغی ټی وی رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ د لیه نه منتخب شوي د تحریک انصاف پخوانی غړی رفاقت ګیلاني د ملتان نه نیول شوی دی چې پولیسو یې تصدیق کړی دی.
د پولیس وینا ده چې د رفعت ګیلاني خلاف د مئ په نهمه د ملتان میانوالی سړک بندولو، ډزو او ګاډو سوځولو مقدمه درج کړې شوې وه.
د پوليس ترمخه د رفعت ګيلاني خلاف د ترهه ګرۍ د سيکشن لاندې په چوک اعظم پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې وه ولې هغه په ملتان کښې د خپل خپلوان کور کښې پټ وو۔
رفعت ګیلاني د لیهه حلقه پی پی 283 نه ایم پی اے وټاکل شو.