د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان اسلام اباد هايي کورټ ته د حاضرېدو لپاره زمان پارک لاهور ته ولاړ.

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ کښې به د 190 ميليونه پاونډ کيس کښې د عمران خان د ضمانت درخواست اورېدنه د ورځې دوه بجې کيږي۔
د عمران خان د نورو دوو درخواستونو اورېدنه به د اسلام اباد هائيکورټ کښې د ماسپښين دوه نيمې بجې کېږي.
د عمران خان مېرمن بشرا بي بي هم نن احتساب عدالت ته نه ده حاضره شوې، چې د ۱۹۰ میلیونو پاونډو په کېس کې یې د عبوري ضمانت لپاره احتساب عدالت کې درخواست جمع کړی دی.
د عمران خان د حاضرېدو په موقع د اسلام آباد هائي کورټ کښې سخت حفاظتي انتظامات شوي دي، د محکمې خونې ته د داخلېدو لپاره به خاص پاسونه وي.






