د قامي احتساب بيورو (نيب) د سکهر-حيدرآباد موټروې (ايم 6 موټروې) منصوبې کې د اربونو روپو د کرپشن د پلټنو په لړ کې د صوبائي وزير مخدوم محبوب الزمان فرنټ مين مسرت جعفري ته نوټس جاري کړی دی.

0
137

باغی ټی وی رپورټ

د نيب چارواکو ترمخه د مخدوم جميل الزمان کوآرډينيټر اسلم پيرزاده په مقدمه کې لا دمخه نيول شوی دی، مسرت جعفري د نيول شوي ډپټي کمشنر عدنان رشيد نه پيسې اخستلو او دوبۍ ته د ليږلو تور دی.

د نيب سرچينې وايي، چې مسرت جعفري په دوبۍ کې د کرپشن په پيسو د جايداد اخيستلو تور هم دی، مسرت جعفري د نيول شوي ډپټي کمشنر عدنان رشيد او اسلم پيرزاده سره په دوامداره توګه په تماس کې و.

د نيب ذرائعو ترمخه دريو ملزمانو د هائي وے پروجيکټ لپاره د زمکو د اخستلو په پيسو کښي کرپشن کړي وو۔

بل اړخ ته د سندهـ هائي کورټ سکر بينچ د سکهر حيدراباد موټروے د کار شروع کولو حکم ورکړے دے۔

د عدالت په حکم د نېشنل هائي وے اتهارټي (اېن اېچ اے) چارواکو عدالت ته باور ورکړو چې د سکهر-حیدرآباد موټروې کار به د جون په ۳۰مه پیل شي.

د این ایچ اے چارواکو عدالت ته وویل چې د سکهر حیدر آباد موټروې جوړولو لپاره ضروري رقم ترلاسه شوی دی، د نوشهروفیروز ترڅنګ په نورو ځایونو کې به د موټروې کار د جون په ۳۰مه پیل شي.

عدالت د مقدمې اورېدنه د جون تر ۱۱مې پورې وځنډوله.

Leave a reply