مولوی بدرالدین حقاني ته مهمه چوکۍ ورکړل شوه

0
46

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو مولوي بدرالدین حقاني ته د کورنیو چارووزارت د تدارکاتو مشرر وټاکل، د امارت اسلامی نوي ټاکل شوي دې ریسس خپله وظیفه پیل کړې ده.

د افغانستان دولتي خبري ادارې باختر نیوز آژانس په یو خبر کښې ویلي دي چې د افغانستان اسلامی ریاست مشرانو د کورنیو چارو په وزارت کښې یو یو مشر مقرر کړې دې، د خبر مطابق مولوی بدرالدین حقانی ته د کورنیو چارو په وزارت کښې د تدارکاتو قلم ورکړل شوې دي او په خپل دفتر کښې ی چاري پیل کړي دي.
یاده دي وي چې په ۶ ستمبر د افغانستان اسلامی ریاست خپل د ۳۳ غړو نوې عبوري حکومت اعلان کړو چې د امارت اسلامی امیر او ریسس الوزرا مولوني محمد حسن مقرر شو، د بهرنیو چارو وزارت چوکۍ مولوی امیرن خان متقي ته ورکړل شوې دې ، متقي د خپلې وظیفې نه پس په اول ځل د قطر هیواد دوره وکړه او هلته ی امریکایی او د نور بهرنی هیوادونو چارواکو سره کتنه وکړه.
د اسلامی امارت چې نوي عبوري حکومت اعلان شوې دې نو دا اعلان ی هم کړې چې په وزارتونو ،ریاستی دفترو او په ولایتونو کښې به هیڅ داسې دولتي اهلکار ته د رشوت اخستل او رشوت ورکولول اجازت ور نه کړی او که څوک هم په دې جرم کښې ککړ موندل شول نو ددوی په ضد به سخت قانوني ګام پورته کړې شي.

Leave a reply