د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د نړيوال پولي فنډ ( آئي اېم اېف) سره د معاهدې په اړه د پوښتنې په ځواب په غوسه شو.

0
167

باغی ټی وی رپورټ

په اسلام اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې یوه خبریال پوښتنه وکړه چې ایا له IMF سره تړون نه لاسلیکول ستاسو ناکامي ده؟

اسحاق ډار هغه مهال په غوسه شو، چې خبریال ترې پوښتنه وکړه او د ځواب ورکولو پر ځای یې پوښتنه وکړه، چې ایا پاکستان ناقص دی؟

اسحاق ډار وويل چې فيصله تاسو ورکړي، زه به وروسته وګورم، دا هم وويل چې پاکستان ټولې نړيوالې پيسې ورکړې دي.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د نوې بجټ او آئي اېم اېف په اړه د نورو پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه.

Leave a reply