د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د نهم مئي په پيښو کښې به صرف هغه کسان بخښل کيږي چې جرمونه د بخښنې وړ وي، د کومو جرمونه چې د بخښنې وړ نه وي هغوي ته به بخښنه نه کیږي.

0
196

باغی ټی وی رپورټ

دکورنو چارو وزير رانا ثناء الله فيصل اباد کې کارکنانو ته وينا کې وويل څوک چې ځوانان ګمراه کوي اؤ قامي دفاع کمزوري کوي اوس مذاکراتو ته وايي.

ده ووئيل چې خبرې اترې له سياستوالو سره كېږي، د عمران خان دننه خبرې اترې نشته۔

ياده دې وي چې حکومت تر دې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د خبرو اترو وړانديز رد کړی وو.

لاهور کښې د جناح هاؤس دوره کولو نه پس ميډيا سره خبرو کښې وفاقي وزير سعد رفيق وئيلي دي چې جناح هاؤس کښې ډيره افسوسناکه پيښه رامخې ته شوې ولې دا يوه غميزه ده، جناح هاؤس کښې د قائداعظم د کور ګڼ شمير سامانونه سوځول شوي دي۔ هیڅ شرم نه دی شوی، د جناح هاوس حرمت تر پښو لاندې شوی.

خواجه سعد رفیق ویلي د خبرو لپاره فضا او ایجنډا شته خو دا د مذاکراتو فضا نه ده، کومه کمېټۍ چې عمران خان جوړه کړې ده ورسره به مذاکرات نه کوي.

Leave a reply