د شیخ رشید په ګډون د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د ۹ مشرانو ډیپلوماټیک پاسپورتونه لغوه شوي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د تحريک انصاف هغه مشران چې سفارتي پاسپورټونه يې منسوخ کړل شوي دي په هغو کې پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي، اسد عمر، پرويز خټک، اعظم سواتي او علي امين ګنډاپور شامل دي.
د دوی تر څنګ د فرخ حبیب، عون عباس بیپي، زرتاج ګل او علي محمد خان سفارتي پاسپورټونه هم منسوخ کړل شوي دي.
د عوامي مسلم ليګ مشر او د پخواني داخله وزير شيخ رشيد سفارتي پاسپورټ هم منسوخ کړے شوے دے۔






